Пожаловаться

د نړیوالو اړیکو پوهنتون
له قديم نه راهیسې، نړیوال اړیکې د هیوادونو او ټولنو د ژوند له مهمو برخو څخه وه. کله چي نوي مملكتو جوړيدل او د دوي پولي څرګندیدل، نور هيوادونه مجبور وه چي د دوي سره اړیکي جوړ کړي.
په عصري شرايطو کي کله چي اکثره ممالک په ورته لارو کي لکه اقتصاد، تولید، مصرف، سياست، کلتور او د ژوند په نورو څانګو کي ګډې ګټې لري، د نړیوالو اړیکو رول خورا ارزول کیږي او د هغه اهميت مخ په پورته کيدو ده.
وروستي کلونه وښودل چي زموږ ملي ګټو ته د نړيوال اړيګو متخصص کدرو د کموالي له امله ډير زیان رسيږي.
د افغانستان د حکومت نه زما غوښتنه دا ده چي داسي يو پوهنتون د بهرنيو چارو وزارت تر سیوري لاندي جوړ کړي چي په هغه کي د خارجي ژبو د حتمي زده کولو تر څنګ د نړيوال اړيکو، سياست او مديريت، نړیوال سوداګرۍ او اداره، نړيوال حقوق، نړیوال اقتصادي اړیکي او نړیوال ژورنالیزم پوهنځی ولري.