Пожаловаться

څومره چي د کرونا ناروغي دوام کوي هغومره زموږ ټولنيز جوړښت کمزوره کيږي او انفراديت ته ځو؛ دوستان به لږ سره وينو او کورنی اړيکي به مو سستيږي. کرار کرار به د خلکو ناسته ولاړه د انترنيت له لاري په ارتباط بدليږي او حتي د ښوونځئ او دفترونو ډير کارونه به په کورونو کي د انترنيت په ذريعه کيږي. دغه حالت د تکنالوجي د چټکي ودي او سرمايه داري نظام د نور تقويی باعث ګرځي. همداراز ددغه حالت دوام د انسان هغه غرور ماتوي چي دده تقدير دده پخپل لاس دی چي دا پخپل ذات کی د شخصيتونو پر تکوين ډير اثر لري. دوی به پر ځانونو د محدوديتونو د قبلولو سره هم اموخته کيږي او نظم به قبلوي چي کيداي سي د چاپيريال په ګټه وي. دغه ناروغي ته ژر يا وروسته حتما دواء پيداکږي. خو راځئ يو ګړی دا فکر وکړو چي که دکرونا ناروغي تر ډيره ادامه پيدا کړي، موږ چيري ځو يا اولوالالباب؟